سوره السجدة (سجده) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۱۰

وَقَالُوا أَإِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ۚ بَلْ هُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ كَافِرُونَ 10 ١٠

او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو۔! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي (۱۰)

تفسیر
مشرکانو او پاڅون (بعث) دروغ ګڼونکو وویل: کله چې مونږ مړه شو او پر ځمکه کې ورک شو، او زمونږ تنې خاورې شي، نو آیا بیا به له سره ژوندي پاڅو؟! دا خو عقل نه مني، بلکه دوی په واقع کې په پاڅون کافران شوي، باور پرې نلري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ