او دى همغه ذات دى چې شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ يې پیدا كړي دي، هر یو په (خپل) فلك (دايره) كې ګرځي (۳۳)
تفسیر
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیداکړی یې ده شپه د ارام لپاره، او پیداکړی یې ده ورځ د زندګۍ د تېرولو لپاره، او پیداکړی یې دی لمر نښه د ورځې لپاره، او سپوږمۍ نښه د شپې لپاره، هر یو د لمر او سپوږمۍ نه ګرځي په خپل خاص مدار (خط) کې، د هغه څخه نه کږیږي او نه ترې اوړي.