او كله چې تا هغه كسان وویني چې كافران شوي دي (نو) دوى تا نه نیسي مګر مسخره كړى شوى (او په خپل مینځ كې وايي:) ایا دا همغه كس دى چې ستاسو معبودان (په سپكه) یادوي؟ حال دا چې همدوى پخپله د رحمن له یادولو نه انكاري دي (۳۶)
تفسیر
او کله چې ووینې تا -ای پېغمبره- دا مشرکین نو نیسي دوی تا لره مګر په مسخرو سره په داسې حال کې چې خپل پېروان ستا څخه لري کوي او داسې ورته وایي: آیا دا دی هغه څوک چې کنځلي کوي (بد وایي) ستاسې معبودانو ته د کومو چې تاسې بندګي کوئ؟! او دوی د دې مسخرو سره سره انکار کوونکي دي د هغه څه نه چې الله تعالی په دوی باندې په قرآن کريم کې نازل کړي او په هغو نعمتونو چې دوی لره الله تعالی ورکړي؛ کفر کوونکي دي؛ نو دوی ډیر حقدار دي په عیب ویلو باندې ځکه چې په دوی کې هر قسم بدي شته.