سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۳

لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ ۗ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُوا هَلْ هَٰذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ ۖ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ 3 ٣

په دې حال كې چې د دوى زړونه غافله وي، او خفیه مشوره يې پټه وساتله هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى (او ويې ویل:) دا (محمد) نه دى مګر ستاسو په شان یو انسان دى، ایا نو تاسو جادو ته راځئ، حال دا چې تاسو ګورئ (۳)

تفسیر
دوی غوږ ایښودلی دې ته خو زړونه یې د دې نه غافل دي، او پټه کړې په کفر سره ظلم کوونکو خلکو هغې خبرې لره چې دوی پرې مشورې کوي داسې وایې: نه دی دا کس کوم چې دعوی کوي چې بېشکه دا پېغمبر دی مګر انسان ستاسې په شان، د دې خو ستاسې نه څه غوره والی او فرق نشته؟! او دې چې څه راوړي دا خو جادو دی، آیا تاسې د دې تابعداري کوئ او حال دا چې تاسې پوهیږئ چې ستاسې په شان انسان دی، او دې چې څه راوړي دا هم جادو دی؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ