سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 42)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
21
الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۴۲
قُلْ مَنْ يَكْلَؤُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمَٰنِ ۗ بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُعْرِضُونَ
(دوى ته) ته ووایه: تاسو د رحمن (له عذاب) نه د شپې او د ورځې څوك ساتي؟ بلكې دوى دخپل رب له ذكر نه مخ ګرځوونكي دي (۴۲)
تفسیر
ووایه -ای پېغمبره- دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته: څوک دی هغه ذات چې ساتي تاسې په شپه او ورځ کې د هغه عذاب نه چې رحمان ذات یې په تاسې د رالېږلو اراده لري او ساتي تاسې د هلاکېدو نه؟ بلکې دوی د خپل رب د نصېحتونو او پندونو او دلېلونو څخه مخ اړوونکي دي، فکر نه کوي په هیڅ شي باندې د دې نه د ناپوهۍ او کم عقلې د وجې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: