سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۴۴

بَلْ مَتَّعْنَا هَٰؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ حَتَّىٰ طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ ۗ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا ۚ أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ 44 ٤٤

بلكې مونږ دوى ته او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر دې چې په دوى باندې عمر اوږد شو، ایا نو دوى نه ویني چې بېشكه مونږ ځمكې ته راځو، د هغې له غاړو نه هغه كموو، ایا نو هم دوى غالب دي؟ (۴۴)

تفسیر
بلکې مونږ مزي ورکړي دې کافرانو ته، او مزې مو ورکړې وې د دوی پلارانو ته په هغو نعمتونو چې مونږ دوی لره په پراخ ډول ورکړي و؛ دوی لره دا مهلت ورکول وو، تر دې چې اوږده شوه په دوی باندې زمانه نو دوی په دې سره دوکه شول، او په خپل کفر باندې ودرېدل، آیا نه ویني دا دوکه شوي خلک زمونږ په نعمتونو چې په تلورا سره غوښتونکي دي زمونږ عذاب لره چې مونږ راتلل کوو زمکې ته نېمګړې کوو یې د غاړو د هغې نه په هلاکولو زمونږ د دغه غاړو خلکو لره، او په غالب کېدلو زمونږ په هغوی باندې، نو چې عبرت واخلي په دې باندي هسې نه چې ونه رسيږي دوی ته هغه عذابونه کوم چې هغوی ته رسېدلی وو؟! نو دوی غالب نه دي، بلکې دوی مغلوب دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ