سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 59)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
21
الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۵۹
قَالُوا مَنْ فَعَلَ هَٰذَا بِآلِهَتِنَا إِنَّهُ لَمِنَ الظَّالِمِينَ
دوى وویل: زمونږ له معبودانو سره دا كار چا كړى دى، بېشكه دغه كس یقینًا له ظالمانو ځنې دى (۵۹)
تفسیر
نو کله چې دوی راوګرځېدل او خپل بوتان یې ولېدل چې مات شوي نو د یو بل نه یې پوښتنه وکړه چې: دا زمونږ معبودان چا مات کړل؟ یقېنا هر چا چې دا کار کړی نو خامخا دا خو ډیر ظالم دی، ځکه چې د هغه څه بې عزتي یې کړې چې د هغه لويي او احترام پکار وو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: