Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 59 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


قَالُوا مَنْ فَعَلَ هَٰذَا بِآلِهَتِنَا إِنَّهُ لَمِنَ الظَّالِمِينَ 59
ترجمه:
دوى وویل: زمونږ له معبودانو سره دا كار چا كړى دى، بېشكه دغه كس یقینًا له ظالمانو ځنې دى الأنبیاء ۲۱:۵۹
تفسیر:
نو کله چې دوی راوګرځېدل او خپل بوتان یې ولېدل چې مات شوي نو د یو بل نه یې پوښتنه وکړه چې: دا زمونږ معبودان چا مات کړل؟ یقېنا هر چا چې دا کار کړی نو خامخا دا خو ډیر ظالم دی، ځکه چې د هغه څه بې عزتي یې کړې چې د هغه لويي او احترام پکار وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 58 راتلونکې الأنبیاء • آیت 60