ته (دوى ته) ووایه: د فیصلې په ورځ به كافران شویو كسانو ته د هغوى ایمان راوړل فايده ورنكړي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي (۲۹)
تفسیر
ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: دا ژمنه د قیامت په ورځ ده، بېشکه دا د بندګانو تر منځ د پرېکړې ورځ ده چې هغو کسانو ته چې په دنیا کې یې په الله کفر کړی د دوی باور کول پس د قیامت د ورځې له کتلو ګټه نه رسوي، او نه به وروسته کولی شي څو خپل رب ته توبه وباسي او هغه ته ور وګرځي.