سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۴۷

وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاءَ أَصْحَابِ النَّارِ قَالُوا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ 47 ٤٧

او كله چې د دوى سترګې د دوزخیانو په طرف واړولى شي، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! مونږ له ظالم قوم سره مه یو ځاى كوه (۴۷)

تفسیر
او کله چې وګرځول شي سترګي د اعراف والاو د اور والاوو ته، او دوی وویني هغه سخت عذاب چې دوی پکې دي، دوی به دا وایې د الله تعالی نه به دعا غواړي چې: ای زمونږه ربه! ته مونږ مه ګرځوې د ظالم قوم سره په کفر او په شرک کولو سره په تا باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ