سوره لقمان (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۱۳

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ 13 ١٣

او (یاد كړه) هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته وویل، په دې حال كې چې ده ته يې نصیحت كاوه: اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك یقینًا ډېر لوى ظلم دى (۱۳)

تفسیر
او یاد کړه -اې پېغمبره- کله چې لقمان خپل زوی ته وویل په داسې حال کې چې هغه نیکیو ته هڅولو، او له بدیو څخه یې وېرولو: اې زویکیه! د الله سره د بل چا عبادت مه کوه، بېشکه د الله سره د بل معبودباطل عبادت کول په نفس ستر ظلم دی په ستره ګناه ترسره کولو سره چې په اور کې د تل پاتې کېدلو لامل ګرځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ