سوره الحج (حج) (آیت 58)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۵۸

وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ 58 ٥٨

او هغه كسان چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى دى، بیا هغوى ووژل شي، یا (په خپل مرګ) مړه شي (نو) خامخا هرومرو به الله دوى ته ډېره ښكلې روزي وركړي، او بېشكه الله خامخا همغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى (۵۸)

تفسیر
او هغه کسان چې پرېښي یې دي خپل کورونه او وطنونه لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی او لپاره د قوي کولو د هغه دین لره، بیا د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې مړه شوي، او یا په خپل مرګ مړه شوي خامخا په جنت کې به ورته الله تعالی ښاېسته روزي ورکوي داسې همیشنۍ روزي چې نه به پرې کېږي، او بېشکه خاص الله تعالی هغه ښه روزي ورکوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ