سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 5)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
21
الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۵
بَلْ قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الْأَوَّلُونَ
بلكې دوى وايي: (دا قرآن) ګډوډ خوبونه دي، بلكې دا يې له خپل ځانه جوړ كړى دى، بلكې دا شاعر دى، نو دا دې مونږ ته لویه نښه (معجزه) راوړي، له څنګه چې ړومبني (پېغمبران په هغو سره) لېږل شوي وو (۵)
تفسیر
بلکې دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په باره کې په شک کې دي، نو بس کله وایې: دا خو ګډوډ خوبونه دي چې څه تعبېر ورله نشته، او کله وایې: نه، بلکې دې خو دا د ځانه جوړ کړي په غېر د دې نه چې د دې دې څه اصل وي، او کله وایې: دا شاعر دی، او که چېرته دې په خپله دعوه کې ریښتونی وي نو پس رادې وړي مونږ ته یوه معجزه د مخکنیو پېغمبرانو په شان، نو پس یقېنا هغوی راتګ کړی و په غټو معجزاتو، لکه: د موسی امسا، او د صالح اوښه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: