سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۶۶

قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ 66 ٦٦

هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي (۶۶)

تفسیر
ابراهیم علیه السلام -هغوی ته ووېل په داسې حال کې چې انکار کوونکی وو په هغوی باندې: ایا تاسې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه د هغو بوتانو چې تاسې ته هیڅ ګټه او تاوان نشي دررسولی، نو دوی عاجز دي د ضرر بچ کولو د خپل ځانونو نه، او د ګټې رسولو خپلو ځانونو ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ