سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۸۱

وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا ۚ وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ 81 ٨١

او (مونږ) د سلیمان لپاره هوا (تابع كړې ده)، چې ډېره تېزه وه، د هغه په حكم سره به هغې ځمكې (سيمې) ته روانېده چې مونږ په هغې كې بركت اچولى دى او مونږ له ازله په هر شي باندې پوه یو (۸۱)

تفسیر
او تابع کړې مو وه سلیمان لره هوا د تېزو الوتلو والا چې روانېده به د هغه په امر کله چې به یې ورته امر وکړ د شام ځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی و د دې وجې نه چې مونږ په دې کې کوم پېغمبران لېږلي وو، او د دې وجې نه چې په دې کې څومره برکتونه خواره کړی شوي، او مونږ په هر یو شي باندې پوهه یو، هیڅ څیز په مونږ باندې د دې نه پټ نشي پاتي کېدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ