سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 83)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۸۳

وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ 83 ٨٣

او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې (۸۳)

تفسیر
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ایوب -علیه السلام-، کله چې یې دعا وغوښتله د خپل رب څخه کله چې ورته مصېبت ورسېد؛ داسې ووېل: ای زما ربه! بېشکه ما ته مرض رارسېدلی او زما خاندان هم ورک شوی، او ته غوره د ټولو رحم کوونکو څخه یې، نو ما ته چې کوم مصېبت رارسېدلی دا زما څخه واړوه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ