نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه، نو مونږ هغه تكلیف لرې كړ چې هغه ته و او مونږ هغه ته د هغه كورنۍ او له هغوى سره د هغوى په مثل عطا كړل له خپل طرف نه د رحمت په وجه او د عبادت كوونكو لپاره د نصیحت په خاطر (۸۴)
تفسیر
نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه ته چې کوم تکلېف رسېدلی و هغه مو ترې لرې کړ، او کوم بچي او کورنۍ چې ترې ورکه شوي وه هغه مو ورته بېرته ورکړه، او د هغوی په شان مو ورته نور هم ورکړل، دا ټول کارونه مونږ د خپلې مهربانۍ له وجې وکړل، او په دې کې یادداشت او پند دی هر هغه چا لره چې الله تعالی ته یې په بندګۍ سره غاړه کیښودلې وه؛ نو هغه دې صبر وکړي لکه څرنګه چې ایوب صبر کړی وو.