سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 87)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
21
الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۸۷
وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَىٰ فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ
او (یاد كړه) د كب والا، كله چې هغه د غصې په حال كې لاړ، نو هغه دا خیال وكړ چې مونږ به په ده باندې له سره تنګي ونه كړو، بیا يې په تیارو كې اواز وكړ (داسې) چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم (۸۷)
تفسیر
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ماهي والا یونس-علیه السلام- کله چې لاړ پغېر د اجازې د خپل رب نه غصه وو خپل قوم ته د هغوی د سرکشۍ د وجې نه، نو ده دا ګومان وکړ چې مونږ به په ده باندې تنګسیا نه راولو؛ په سزا ورکولو سره د ده په تللو باندې، نو هغه وازماېل شو په سخته تنګسیا سره او په بند پاتي کېدلو سره کله چې ماهي هغه لره تېر کړ، نو د ماهي د خیټې او د دریاب او د شپي په تیارو کې یې د الله تعالی نه دعا وغوښتله؛ په داسې حال کې چې اقرار کوونکی و په خپله خطا باندې الله تعالی ته ورګرځېدونکی و، نو ویې وېل: نشته څوک حقدار د بندګۍ پرته له تا نه، ته پاک یې د هر قسم عیب او شرېک نه، بېشکه زه له ظلم کوونکو څخه وم.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: