Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 87 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 87 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَىٰ فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ 87
ترجمه:
او (یاد كړه) د كب والا، كله چې هغه د غصې په حال كې لاړ، نو هغه دا خیال وكړ چې مونږ به په ده باندې له سره تنګي ونه كړو، بیا يې په تیارو كې اواز وكړ (داسې) چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم الأنبیاء ۲۱:۸۷
تفسیر:
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ماهي والا یونس-علیه السلام- کله چې لاړ پغېر د اجازې د خپل رب نه غصه وو خپل قوم ته د هغوی د سرکشۍ د وجې نه، نو ده دا ګومان وکړ چې مونږ به په ده باندې تنګسیا نه راولو؛ په سزا ورکولو سره د ده په تللو باندې، نو هغه وازماېل شو په سخته تنګسیا سره او په بند پاتي کېدلو سره کله چې ماهي هغه لره تېر کړ، نو د ماهي د خیټې او د دریاب او د شپي په تیارو کې یې د الله تعالی نه دعا وغوښتله؛ په داسې حال کې چې اقرار کوونکی و په خپله خطا باندې الله تعالی ته ورګرځېدونکی و، نو ویې وېل: نشته څوک حقدار د بندګۍ پرته له تا نه، ته پاک یې د هر قسم عیب او شرېک نه، بېشکه زه له ظلم کوونکو څخه وم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 86 راتلونکې الأنبیاء • آیت 88