او مونږ دوى په خپل رحمت كې داخل كړل، بېشكه دوى له صالحانو څخه دي الأنبیاء ۲۱:۸۶ ⧉
تفسیر:
او داخل کړي وو مونږ دوی ټول په خپل خاص رحمت کې، نو مونږ دوی پېغمبران ګرځولی وو، او دوی مو جنت ته داخل کړی وو، بېشکه دوی د الله تعالی د هغو نېکانو بندګان څخه دي چې د هغه په تابعدارۍ یې عمل کړی، او د هغوی پټ او ښکاره برابر شوي.