سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 94)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۹۴

فَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ 94 ٩٤

نو هغه څوك چې د نېكۍ عملونه كوي، په دې حال كې چې مومن وي، نو د ده د كوشش لپاره هېڅ ناقدري نشته او بېشكه مونږ د دغه (كوشش) لیكونكي یو (۹۴)

تفسیر
نو د دوی څخه چې چا نېک عملونه وکړل او حال دا چې دې ایمان لرونکی و په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو او په ورځ وروستنۍ (د اخرت ورځ) نو د ده د نیک عمل به بې قدرې نشي کېدلی، بلکې الله تعالی به د ده دا عمل قبلوي او ثواب به ورله څو چنده کوي، او دې به خپل عمل د قیامت په ورځ په خپله عمل نامه کې بیامومي، نو په دې به خوشحاله شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ