سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 97)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۹۷

وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَاخِصَةٌ أَبْصَارُ الَّذِينَ كَفَرُوا يَا وَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَٰذَا بَلْ كُنَّا ظَالِمِينَ 97 ٩٧

او حقه وعده به ښه رانژدې شي، نو قصه دا ده چې ناڅاپه د هغو كسانو سترګې به بوټې راوتلې پاتې وي چې كفر يې كړى دى (او وايي به:) اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ له دې نه په غفلت كې وو، بلكې مونږ ظالمان وو (۹۷)

تفسیر
او ښه رانږدې شوی قیامت د دوی په راوتلو سره، او د هغه سختۍ او تکلېفونه راښکاره شوي، نو یقېنا په دغه وخت کې د کافرانو سترګي به خلاصې وي (بوټي به راوتلي وي) د ډیر مصېبت او وېرې د وجې، او وایې به: ای هلاکت دی مونږ لره، بېشکه مونږ په دنیا کې په لهو او لعب کې وو او دې لویې ورځې ته د تیارۍ کولو نه مشغول وو، بلکې مونږ ظالمان وو په کفر او ګناهونو کولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ