Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 97 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 97 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَاخِصَةٌ أَبْصَارُ الَّذِينَ كَفَرُوا يَا وَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَٰذَا بَلْ كُنَّا ظَالِمِينَ 97
ترجمه:
او حقه وعده به ښه رانژدې شي، نو قصه دا ده چې ناڅاپه د هغو كسانو سترګې به بوټې راوتلې پاتې وي چې كفر يې كړى دى (او وايي به:) اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ له دې نه په غفلت كې وو، بلكې مونږ ظالمان وو الأنبیاء ۲۱:۹۷
تفسیر:
او ښه رانږدې شوی قیامت د دوی په راوتلو سره، او د هغه سختۍ او تکلېفونه راښکاره شوي، نو یقېنا په دغه وخت کې د کافرانو سترګي به خلاصې وي (بوټي به راوتلي وي) د ډیر مصېبت او وېرې د وجې، او وایې به: ای هلاکت دی مونږ لره، بېشکه مونږ په دنیا کې په لهو او لعب کې وو او دې لویې ورځې ته د تیارۍ کولو نه مشغول وو، بلکې مونږ ظالمان وو په کفر او ګناهونو کولو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 96 راتلونکې الأنبیاء • آیت 98