سوره الحج (حج) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۱۲

يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُ وَمَا لَا يَنْفَعُهُ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ 12 ١٢

دى له الله نه پرته هغه څه بلي چې ده ته نه ضرر رسولى شي او نه ده ته نفع رسولى شي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده (۱۲)

تفسیر
بندګي کوي پغېر د الله تعالی نه د داسې بوتانو چې که څوک یې نافرماني وکړي ضرر ورته نشي رسولی، او که تابعداري یې وکړي فاېده ورته نشي رسولی، دا رابلل او بندګي کول د داسې بوتانو چې نه چا ته ضرر رسولی شي او نه چا ته فاېده رسولی شي همدا ګمراهي ده ډېره لرې د حق نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ