سوره الحج (حج) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۱۵

مَنْ كَانَ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَنْصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاءِ ثُمَّ لْيَقْطَعْ فَلْيَنْظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ 15 ١٥

هر څوك چې دا ګمان كوي چې الله به په دنیا او اخرت كې د دغه (رسول) له سره مدد ونه كړي، نو هغه دې اسمان ته یوه رسۍ اوږده كړي، بیا دې (هغه) غوڅه كړي، نو ودې ګوري چې ایا په رښتیا به د ده چل (او تدبیر) هغه شى ختم كړي چې دا يې په غصه كړى دى (۱۵)

تفسیر
هر هغه څوک چې ګومان کوي چې یقېنا الله تعالی به د خپل پېغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- مدد ونه کړي په دنیا او اخرت کې نو بس دا دې د خپل کور چت ته یوه رسۍ اوږده کړي، بیا دې پرې ځان زندۍ (غرغره) کړي چې د د نیا د ځمکې نه ختم شي، بیا دې وګوري چې ایا دا کار بوځي د دې هغه غوصه چې په دې کې وه، نو خامخا الله تعالی د خپل پېغمبر مدد کوونکی دی، که دا عنادي حسدګر وغواړي او که ویې نه غواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ