سوره الزخرف (سینگار) (آیت 57)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
43
الزخرف(الزخرف)، آیت ۵۷
وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ
او كله چې د مریمې زوى د مثال په طور بیان كړى شو، (نو) ناڅاپه ستا قوم د دغه (مثال) پورې (له خوشالۍ نه) چغې وهلې (۵۷)
تفسیر
کله چې مشرکانو ګمان وکړ چې هغه عیسی کوم چې نصاراوو يې عبادت کړی د الله تعالی په دغه وينا کې داخل دی: بېښکه تاسو او د څه چې تاسو پرته له الله عبادت کوئ د دوزخ خس دي، تاسې هغه لره ورتلونکي یاست، حال دا چې الله د هغه له عبادته منع کړې وه، لکه څنګه يې چې د بتانو له عبادته منع کړې وه، نو دغه مهال به دې اې رسوله قوم په شخړه کې شور کوي او چېغې به وهي په دې ويلو سره: موږ خوښ يو چې زموږ معبودان د عيسی غوندې وي، نو الله پر هغوی د رد کولو سره دغه آيت نازل کړ، بېشکه هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ لخوا نېكمرغي مخكې (ليكل) شوې ده، نو هغوې به له هغه لرې كړى شوي وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: