سوره الحج (حج) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۲۶

وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَنْ لَا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ 26 ٢٦

او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه (۲۶)

تفسیر
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ بیان کړل ابراهیم -علیه السلام- ته د بیت الله ځای او د هغه حدود وروسته د دی نه چې هغه نا معلوم وو، او مونږ وحې وکړه هغه ته چې زما سره په عبادت کې هیڅ څيز هم مه شرېکوه، بلکې یواځې زما بندګي وکړه، او پاک کړه کور زما د حسي او معنوي پلیتیانو څخه د طواف کوونکو او لمونځ کوونکو لپاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ