سوره الحج (حج) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۳۰

ذَٰلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ عِنْدَ رَبِّهِ ۗ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ الْأَنْعَامُ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ ۖ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ 30 ٣٠

دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى۔ او تاسو لپاره څاروي حلال ګرځول شوي دي غیر له هغو نه چې په تاسو (يې حرمت) لوستل كېږي، نو تاسو ځان وساتئ له پلیتۍ نه چې بتان دي او تاسو د دروغو له وینا څخه ځان وساتئ (۳۰)

تفسیر
دغه حکمونه چې تاسې ته پرې امر شوی -د ځان حلالولو نه په ښرېلو (کلولو) د سر او په کمولو د نوکانو او په لرې کولو د ګندګۍ، او په وفا کولو په خپلو نذرونو او په طواف کولو سره په بیت الله شریف باندې- دا هغه څه دي چې الله تعالی په تاسې واجب کړي، نو تاسې احترام وکړئ د هغه څه چې په تاسې ئې واجب کړي، او څوک چې ځان وساتي د هغه څه نه چې الله تعالی ورته د هغه نه د ځان ساتلو امر کړي وي د احرام په وخت کې؛ د وجې د احترام کولو د هغه د الله تعالی پولو لره د دې ویرې نه چې هسې نه چې پکې واقع نه شي، او د هغه د محرماتو نه هسې نه چې هغه حلال وګڼي نو دا غوره دی ده لره په دنیا او اخرت کې په نیزد د خپل رب جل جلاله، او حلال شوي تاسې لره -ای خلکو- څاروي لکه اوښان او غواګانې او ګډې بزې، نو نه دي حرام شوي په تاسې باندې د دوی نه حام او نه بحېره او نه وصېله، او نه دي حرام د دې نه مګر هغه چې تاسې ئې بیامومئ په قرآن کريم کې د حراموالي د مرادارې او وینې بهېدونکې او نورو نه، نو ځان وساتئ د ګندګۍ نه چې هغه بوتان دي، او ځان وساتئ د هرې یوې وینا نه چې هغه باطله وي دروغ وي په الله تعالی او یا د هغه په مخلوقاتو باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ