سوره الحج (حج) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۳۱

حُنَفَاءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ ۚ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ 31 ٣١

په داسې حال كې چې الله ته په اخلاص سره غاړه ایښودونكي یئ، له ده سره شریك جوړونكي نه یئ، او هر څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو ګویاكې هغه له اسمان نه راوغورځېده، نو مرغان يې وتښتوي، یا يې هوا (باد) له اوچت ځاى نه لرې په ژور ځاى كې وغورځوي (۳۱)

تفسیر
ځان وساتئ له دغو ذکر شویو شیانو نه؛ واوړئ له هر دین څخه پرته له هغه دین څخه چې الله ته خوښ دی، مه کیږئ شریک جوړوونکي د هغه سره په بندګۍ کې هیچا لره، او هر هغه څوک چې شرک کوي د الله تعالی سره ګویا کې دی له اسمان څخه راغورځېدلی، نو یا خو به ئې مرغان غوښې او هډوکي وتښتوي، او یا به یې سیلۍ (باد) په لرې ځای کې وغورځوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ