سوره الحج (حج) (آیت 34)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
22
الحج(الحج)، آیت ۳۴
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ ۗ فَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا ۗ وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ
او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده، د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي په هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي، نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه (۳۴)
تفسیر
او هر یو پخواني امت لپاره مونږ مقرر کړی وه طرېقه خاصه د وینې د تویولو الله تعالی ته د نږدېکت لپاره؛ د دې لپاره چې یادوي به نوم د الله تعالی په هغو چې دوی ئې حلالوي د دغو قربانیانو نه په وخت د حلالولو کې؛ د وجې د شکر کولو نه الله تعالی لره په هغه نعمتونو چې دوی ته یې ورکړي د اوښانو او غواګانو او ګډو بزو څخه، نو حقدرا د بندګۍ ستاسې په رښتیا سره -ای خلکو- یو دی هیڅ شریک ورله نشته، نو خاص یواځې هغه ته غاړه کیږدئ او د هغه تابعداري وکړئ، او زیری ورکړه -ای پېغمبره- عاجزي کوونکو او اخلاص کوونکو ته په هغه څه چې دوی پرې خوشحالیږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: