سوره الحج (حج) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۳۶

وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ۖ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ ۖ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 36 ٣٦

او (د هدیې) اوښان (او غوایان) مونږه هغه تاسو لپاره د الله له نښو څخه ګرځولي دي، تاسو لپاره په دغو كې خیر دى، نو تاسو په دغو باندې د الله نوم یادوئ، په داسې حال كې چې ولاړ وي، نو كله چې د دوى اړخونه پرېوځي، نو له دغو نه خورئ او په صبر كوونكي او په بې صبره (سوالګري فقیر) يې خورئ، همداسې تاسو لپاره مونږ دغه تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۳۶)

تفسیر
او اوښان او غواګانې هغه چې بیت الله شرېف ته هدیه کیږي؛ مونږ ګرځولي ستاسې لپاره نښې د دین، شته دی په دې کې ستاسې لپاره فاېدې دینې او دنیوي، نو ووایاست: (بسم الله) په وخت د حلالولو د هغې کې وروسته د دې نه چې یوځای برابرې کړي پښي خپلې او دا ولاړ وي او مخې ته یوه پښه ئې تړل شوي وي د دې لپاره چې ونه تښتي، نو کله چې راوغورځيږي وروسته د هغه د حلالولو نه په خپل اړخ باندې، نو خورئ تاسې -ای هدیه کوونکو- د دې نه، او ورکړئ د دې نه هغه فقیر ته چې د سوال کولو نه ځان ساتي، او هغه فقیر ته چې سوال کوي، نو لکه څرنګه چې مونږ دا تاسې ته تابع کړي د دې لپاره چې تاسې پرې بارونه ویسئ او تاسې پرې سواره شئ؛ همداسې مونږ دا تاسې ته تابع کړي نو هغه ځای ته ځي چې تاسې ئې هلته حلالولوئ؛ د وجې د نږدېکت نه الله تعالی ته د دې لپاره چې تاسې شکر وباسئ په دې نعمت د الله تعالی چې تاسې ته ئې دا تابع کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ