سوره الحج (حج) (آیت 39)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
22
الحج(الحج)، آیت ۳۹
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ
هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظلم كړى شوى دى، او بېشكه الله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى (۳۹)
تفسیر
اجازه ورکړې الله تعالی مومنانو ته -هغوی چې مشرکین ورسره جنګ کوي- د جنګ کولو؛ د وجې د هغه ظلم نه چې دوی ته د دوی د دښمنانو له خوا رسېدلی، او بېشکه الله تعالی د مومنانو په غالب کولو د هغوی په دښمن باندې پغېر د جنګه خامخا قدرت لرونکی دی، لېکن د هغه حکمت دا تقاضا کوي چې په مؤمنانو باندې ازمېښت وکړي د کافرانو سره په جنګ کولو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: