سوره الحج (حج) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۴۰

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ 40 ٤٠

هغه كسان چې له خپلو كورونو نه ناحقه اېستل شوي دي (بې له كوم سببه) مګر دا چې دوى به ویل: زمونږ رب الله دى، او كه چېرې د الله دفع كول نه وى خلقو لره، ځینو لره په ځینو نورو باندې (، نو) خامخا به نړول شوې وى تكيې او مدرسې او عبادتخانې او هغه جوماتونه چې په هغو كې د الله نوم ډېر یادولى شي او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى (۴۰)

تفسیر
هغه کسان چې کافرانو د خپلو کورونو څخه په ظلم باندې وېستلي، چې د هغوی هیڅ جرم نه و مګر دا چې هغوی ویلي وو: رب زمونږ الله تعالی دی، نشته دی مونږ لره پغیر له هغه نه بل رب، او که چېرې نه وی هغه چې روا کړي الله تعالی پېغمبرانو او مومنانو ته د هغوی د دښمنانو سره د جنګ نه نو خامخا هغوی به تیری کړی وی په عبادت خانو باندې، نو ورانې کړی به یې وی د راهبانو ګیرجې، او د نصرانیانو کلېساګانې، او د یهودیانو عبادتخانې، او د مسلمانانو جوماتونه کوم چې د لمانځه لپاره جوړ شوي دي، په دې کې مسلمانان الله تعالی ډیر یادوي، او خامخا مرسته به کوي الله تعالی د هغه چا سره چې د هغه د دین او د پېغمبر مرسته او مدد کوي، بېشکه الله تعالی خامخا قوي او قدرت لرونکی دی په مرستې د هغه چا چې د هغه د دین مرسته کوي، زورور دی هیڅوک پرې نشي غالب کېدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ