هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى (۴۱)
تفسیر
دا کسان چې د مرستې وعده ورسره شوې ده دوی داسې خلک دي چې که چېرته مونږ دوی ته په زمکه کې قدرت ورکړ داسې چې دوی په خپلو دښمنانو بریالي کړو نو دوی به لمونځ په پابندۍ سره ادا کړي، او د خپلو مالونو زکاتونه به ورکړي، او په هغه څه به امر کوي چې کوم باندې یې شرعې امر کړی، او د هغه څه نه به خلک منع کوي د کوم نه چې شریعت منع فرمایلې، او خاص یواځې الله تعالی ته ورګرځېدل د ټولو کارونو دي لپاره د ورکولو د ثواب او د سزا.