سوره الحج (حج) (آیت 45)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
22
الحج(الحج)، آیت ۴۵
فَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ فَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَشِيدٍ
نو څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، په داسې حال كې چې هغه ظالمان وو، نو دغه (كلي) په خپلو چتونو پراته دي، او څومره ډېر بېكاره پراته كوهیان دي او مضبوطې ماڼۍ دي (۴۵)
تفسیر
پس څومره ډیر دی هغه کلي چې مونږ هلاک کړي -او حال دا چې دوی ظالمان وو د دوی د کفر کولو په وجه- په عذاب د بیخ کندنې سره، نو کورونه د دوی وران شوي خالي دي د اوسېدونکو نه، او څومره ډیر دي کوهیان خالي د ورتلونکو نه د هغوی د هلاکت د وجې، او څومره ډیرې اوچتې اوچتې ماڼۍ دي چې ښاېسته شوي دي خو لېکن بچ یې نه کړل خپل اوسېدونکي د عذاب نه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: