او دوى په تا په (راوستلو د) عذاب سره تلوار كوي او الله به له سره د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، او بېشكه یوه ورځ ستا د رب په نیز د زرو كلونو په شان ده له هغو چې تاسو يې شمېرئ (۴۷)
تفسیر
او کله چې ستا قوم په دنیا کې په بیړني او په اخرت کې په وروستني عذاب سره وویرول شول، نو دوی ستا څخه په تلوار سره د عذاب غوښتنه کوي او هیچېرې الله تعالی د دوی سره خلاف نه کوي د هغې وعدې چې د دوی سره ئې کړی ده، او په تلوار سره عذاب د دوی هغه و چې کوم په دوی باندې د بدر په ورځ راغلی و، او بېشکه یوه ورځ د عذاب په اخرت کې پشان د زرو ورځو ده د هغو نه چې تاسې یې شمېرئ د کلونو د دنیا نه د هغه عذاب په وجه چې په هغې ورځ کې دی.