او ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړى و، حال دا چې دوى ظالمان وو، بیا ما هغه ونیول، او خاص ما ته بېرته راتله دي (۴۸)
تفسیر
او څومره ډیر دي د کلو نه چې ما ورته مهلت ورکړی و په عذاب سره او حال دا چې دوی ظالمان وو په سبب د کفر د دوی، او ما دوی ته په تلوار سره عذاب نه دی ورکړی د مهلت د وجې نه دوی ته، بیا مې راونېول دوی په عذاب د بېخ کندۍ سره، او خاص یواځې ما ته راګرځېدل د دوی دي په ورځ د قیامت، نو زه به بدله ورکوم دوی ته په سبب د کفر کولو د دوی په همیشني عذاب سره.