سوره الحج (حج) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۵۱

وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ 51 ٥١

او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، په داسې حال كې چې (په خپل خیال كې) عاجزه كوونكي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري دي (۵۱)

تفسیر
او هغه کسان چې کوشش کوي په دروغجن ګنلو کې زمونږ آیتونو لره دوی دا ګومان کوي چې ګویا کې دوی به الله تعالی عاجز کړي او د هغه نه به خلاص شي نو عذاب به ور نه کړي، دوی خاوندان د اور دي داسې به په اور کې وي لکه څرنګه چې ملګری د ملګري سره یوځای وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ