سوره الحج (حج) (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۵۲

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّىٰ أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنْسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 52 ٥٢

او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (، نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى (۵۲)

تفسیر
او مونږ نه دی لېږلی مخکې ستا نه -ای پېغمبره- هیڅ یو پېغمبر او نه نبي مګر کله چې یې د الله کتاب لوستلی نو اچولي شیطان د ده په لوستلو کې هغه څه چې دا په خلکو باندې ګډوډ کړي چې ګویا کې دا هم وحې ده، نو پس باطلوي الله تعالی هغه چې اچوي یې شېطان د خپلې وسوسې او شبهو نه، او کلکوي آیتونه خپل، او بېشکه الله تعالی پوهه دی په هر شي باندې، هیڅ یو شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کېدلی، د حکمت والا دی په خپل پېداېښت او تقدیر او تدبیر کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ