سوره الحج (حج) (آیت 59)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۵۹

لَيُدْخِلَنَّهُمْ مُدْخَلًا يَرْضَوْنَهُ ۗ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ 59 ٥٩

خامخا ضرور به هغه دوى داسې ځاى ته داخل كړي چې دوى به هغه خوښوي او بېشكه الله خامخا ښه عالم، ډېر تحمل والا دى (۵۹)

تفسیر
خامخا داخل به کړي الله تعالی دوی داسې ځای ته چې دوی به یې خوښوي او هغه جنت دی، او بېشکه الله تعالی ښه پوهه دی د هغوی په کارونو او نیتونو، صبرناک دی ځکه چې په تلوار سره ورته د هغوی په نقصان کولو باندې سزا نه ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ