سوره الحج (حج) (آیت 60)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
22
الحج(الحج)، آیت ۶۰
ذَٰلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِ ثُمَّ بُغِيَ عَلَيْهِ لَيَنْصُرَنَّهُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ
(خبره هم) دا ده، او هغه كس چې بدل يې واخیست په مثل د هغه (ضرر) چې دى په هغه سره مُعذب شوى و، بیا (په دویم ځل) په ده ظلم وكړى شو (نو) خامخا ضرور به الله د ده مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى (۶۰)
تفسیر
دغه چې بیان شو؛ د الله په لار کې مهاجرینو لره جنت ته ننویستل، او په اجازې ورکولو سره په مقابله د زیاتي کوونکي لره په شان د هغه چې په ده یې زیاتی کړی داسې چې په دې کې په دې باندې هیڅ ګناه نشته، نو که چېرته دې زیاتي کوونکي بېرته زیاتي کولو ته راوګرځېده نو یقېنا الله تعالی مرسته کوي د مظلوم انسان، بېشکه الله تعالی عفوه کوونکی دی د مومنانو ګناهونو لره، بښنه کوونکی دی دوی ته.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: