ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې، بیا (په دغو سره) ځمكه تكه شنه ګرځي، بېشكه الله ډېر مهربان (ښه باریك بین)، ډېر خبردار دى (۶۳)
تفسیر
آیا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی رالیږلي د بره نه اوبه د باران، پس شي ځمکه وروسته له باران څخه شنه؛ د هغو بوټو د وجې چې په دې رازرغون کړي، بېشکه الله تعالی ښه مهربان دی په خپلو بندګانو داسې چې په دوی یې باران وکړ او د دوی لپاره یې زمکه رازرغونه کړه، پوهه دی د دوی په مصلحتونو، په هغه باندې د دې نه هیڅ شی هم پټ نشي پاتي کېدلی.