سوره الحج (حج) (آیت 67)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۶۷

لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ ۖ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ ۚ وَادْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًى مُسْتَقِيمٍ 67 ٦٧

د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې (۶۷)

تفسیر
د هر یو امت لپاره مونږ مقرر کړې کړنلاره د بندګۍ، نو دوی په خپله طرېقه باندې بندګي کوي، نو جګړه دې ونه کړي -ای پېغمبره- ستا سره مشرکین او د نورو دینونو والا ستا په طرېقه د بندګۍ کې، نو بېشکه ته ډیر حقدار یې په حق باندې د دوی نه؛ ځکه چې دوی باطل پرست دي، او ته راوبله خلک د توحید خالص کولو ته یوازې الله تعالی لره، بېشکه ته په سمه لاره باندې یې، چې هیڅ کوږوالی پکې نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ