سوره الحج (حج) (آیت 6)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
22
الحج(الحج)، آیت ۶
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَأَنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
دا په سبب د دې چې یقینًا هم الله حق دى او دا چې یقینًا هغه مړي ژوندي كوي او دا چې بېشكه هغه په هر شي باندې قادر دى (۶)
تفسیر
دا کوم بیان چې مونږ تاسې ته وکړ -ستاسې د پیداېښت شروع کېدل او د هغه پۍ درپۍ احوال دي، او احوال د هغه چا چې ستاسې نه پیداکېږی- دا د دې لپاره چې تاسې یقین وکړئ چې بېشکه هغه الله تعالی چې تاسې یې پیداکړي یاست هغه حق ذات دی چې هیڅ شک پکې نشته، په خلاف د هغو بوتانو چې تاسې یې بندګي کوئ، او د دې لپاره چې تاسې ایمان او یقین ولرئ چې بېشکه الله تعالی مړي ژوندي کوي، او بېشکه هغه په هر څه باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی یې نشي عاجز کولی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: