سوره الحج (حج) (آیت 74)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
22
الحج(الحج)، آیت ۷۴
مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ
دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، ښه غالب دى (۷۴)
تفسیر
هغه مهال چې دوی د الله تعالی سره د ځینو مخلوقاتو عبادت وکړ نو دوی الله تعالی په هغه لوی والی سره ندی منلی کوم لوی والی چې د هغه حق دی، بېشکه الله تعالی زورور دی، او د هغه د قوت او زور څخه دادي چې پیداکړي ئې دي آسمانونه او زمکه او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، زورور دی هیڅوک پرې نشي غالب کېدلی؛ د مشرکېنو بوتانو پر خلاف، ځکه هغه کمزوري دي هیڅ شی هم نشي پیداکولی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: