سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۱۹

وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 19 ١٩

او د هرې یوې (ډلې) لپاره د دوى د كړو عملونو په سبب (بېلې بېلې) مرتبې دي، او د دې لپاره چې دوى ته د دوى عملونه پوره وركړي، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي (۱۹)

تفسیر
او دواړو د جنتيانو او دوزخيانو ډلو لره به د هغوی د کړنو سره سمې مرتبې وي، نو د جنتیانو مرتبې به لوړې درجې وي او د دوزخيانو مرتبې به ښکته درجې وي، ترڅو الله هغوی ته د هغوی د کړنو بشپړه بدله ورکړي او د قيامت په ورځ به د هغوی له نېکيو څخه په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو پر هغوی ظلم نه کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ