سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۱۸

وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ ۖ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ 18 ١٨

او مونږ له بره نه په اندازې سره اوبه نازلې كړې، بیا مو هغه په ځمكه كې وساتلې او بېشكه مونږ د هغې په بېولو یقینًا قادر یو (۱۸)

تفسیر
او له آسمانه مو د باران اوبه د اړتيا په اندازه نازلې کړې دي، نه زياتې دي چې ورانکاری وکړي او نه کمې دي چې بسنه ونه کړي، په زمکه کې مو داسې ځای پرځای کړې دي چې خلک او څاروي ګټه ترې اخلي او موږ د دې توان لرو چې له منځه يې يوسو او تاسو ګټه ترې وا نخلئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ