سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۲۱

وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً ۖ نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ 21 ٢١

او بېشكه تاسو لپاره په څارويو كې یقینًا لوى عبرت دى، مونږ په تاسو له هغو (پیو) نه درڅښوو چې د هغو (څارويو) په ګېډو كې دي۔ او تاسو لپاره په دوى كې ډېرې فايدې دي او له دوى نه تاسو خوړل (هم) كوئ (۲۱)

تفسیر
او بېشکه ستاسو لپاره ای خلکو! په څارويو(اوښانو، غواوو او پسونو) کې پند دی او لارښوونه ده چې د الله قدرت او پېرزوينې ته پرې لار پيداکوئ، موږ د دغو څارويو له ګېډو تاسو ته خالصې مزې دارې شېدې درڅښو، او په دغو کې تاسوته ډېرې ګټې چې ترلاسه کوئ يې لکه سپرلۍ، وړۍ، پشم، وېښتان، او د هغو له غوښو خوراک کوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ