سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۳۳

وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِلِقَاءِ الْآخِرَةِ وَأَتْرَفْنَاهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا مَا هَٰذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ 33 ٣٣

او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ (۳۳)

تفسیر
د نوح د قوم هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و، آخرت او په هغو کې د ثواب او سزا شتون يې درواغ ګڼلي و او د دنيا په ژوند کې زموږ لخوا د پېرزوينو پراخۍ په سرغړونه کې اخته کړي و، خپلو پيروانو او عامو خلکو ته داسې وويل: نه دی دغه مګر ستاسو په څېر يو انسان، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او له هغه څه څښاک کوي چې تاسو يې ترې کوئ؛ نو هغه لره پرتاسو کوم غوراوی نشته، تر څو تاسو ته د استازي په توګه راولېږل شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ