سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 56)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
23
المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۵۶
نُسَارِعُ لَهُمْ فِي الْخَيْرَاتِ ۚ بَلْ لَا يَشْعُرُونَ
چې مونږ دوى ته په ښېګڼو (او اكرامونو) كې تلوار كوو؟ بلكې دوى نه پوهېږي (۵۶)
تفسیر
آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لا سرکښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: